خبرونهTOPټولنه

سرپل کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي 

کابل، د وري ۹ مه، باختر

د سرپل له طبیعي پېښوسره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د سرپل له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سید صفت الله صفوان د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سېلابونه د یاد ولایت په مرکز، کوهستاناتو او صیاد ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې او د کوهستاناتو مولاصلاتي لارې ویجاړکړې دي، چې تراوسه پورې د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي. 

دغه راز د سیمې د اوسېدونکوپه خبره له دوو ورځو راهیسې د کوهستاناتو د برېښنا رسونې سیستم هم د سېلابونو له امله ویجاړ شوی چې دوی په دې برخه کې  له سیمه ییزحکومت او مرستندویو موسسو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د یوبل خبر له مخې؛ په ډایکنډي کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته