خبرونهاقتصادTOPټولنه

سرپل؛ د قشقرې نفتي بلاک کې د نفتو د ۸نورو څاګانو پرانيسته وشوه

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د سرپل په ولايت کې د امو نفتي حوزه کې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج چارې نن د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدین دلاور او د سرپل د ځايي چارواکو په شتون کې پيل شوې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په يادو مراسمو کې وويل چې اسلامي امارت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دی نن يې په سرپل کې د یوې مهمې پروژې پرانيسته وکړه، چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره، د دغه مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادي وده او د عوایدو په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي.
په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وويل چې د دغه ۸ څاګانو په پرانيستل کېدو سره به د قشقرې د نفتو په بلاک کې د فعاله څاګانو شمېر ۱۷ ته ورسېږي، چې په ورځني ډول به ورڅخه ۸۰۰متره مکعبه نفت استخراجېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.
د يادونې وړ ده، چې د آمو نفتي حوزه کې اوسمهال ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیم ډول پر کار بوخت دي، چې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به یې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته