خبرونهامنیتTOP

سرپل؛ د جنایي جرمونو کچه ۸۰ سلنه را ټيټه شوې

کابل، د لېندۍ ۲۲ مه، باختر

د سرپل امنیتي چارواکي، چې د دغه ولایت د تېر دوه کلن امنیتي راپور د وړاندې کولو په هدف د رسنیو مخې ته حاضر شوي وو، وایي، د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو کچه اتیا سلنه راټیټه  شوې او دغه راز د نشه یي توکو کر صفر ته رسېدلی دی. 

د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري وایي اوس مهال په دغه ولایت کې هېڅ زورواکی، اختطاف ګر او غل شتون نه لري او چاته به اجازه ورنکړي، چې د دغه ولایت امنیت ګدوډ کړي.

نوموړی وایي، د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته سرپل کې اتیا سلنه جنایي جرمونه کم شوي، د مخدره موادو کر په بشپړ ډول بند شوی او پولیس سرتېري او نور امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو په دغې برخه کې لا ډېر ګړندي ګامونه پورته کړي.

امنیه قومندان دغه راز له امنیتي ارګانونو سره د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ او دایي د سرپل او ټول هېواد د لا امن کېدو لپاره یوه مهمه اړتیا بللې.

د امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد نظري بیا د ۱۴۰۱ ه ل کال له پیل راهیسې  دغه ارګان عمده فعالیتونو ته کتنه کړې، ویلي یې دي، چې پولیسو په یاده موده کې ۶۶۰ جنایي قضیو ته د کشف او برسي په برخه کې رسېدنه کړې او په تړاوو یې ۷۰۰ تنه تورن کسان نیولي دي.

ویاند زیاته کړې، پولیسو دغه راز په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۸۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښت څخه پاکه کړې او د دغو موادو د تولید ۱۵ کارخونې یې له منځه وړې دي.

د پولیسو دغو چارواکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې هم د خپلو لاسته راوړنو پخلی کړی، ویلي یې دي، نږدې دوه کلونو کې یې ۱۱۱۷ تنه روږدي راټول کړي، چې له ډلې یې ۱۰۲۷ تنه تردرملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

امنیه قومندانۍ همدارنګه په یاده موده کې د دغه ادارې د ټرافیکو له مدیریت څخه ۲۰۷۸ کتابچې د موټرچلونې لاینسنس یا جواز لیکونه وېشلي، چې له دې لارې یې ۲۴ میلیونه افغانۍ راټولې او د دولت خزانې ته لېږدولې دي

د پولیسو ویاند د دوه عراده رنجر موټرو په ګدون د ګڼشمېر وسلو او نورو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته