نړۍ

دپاکستان په کراچۍ ښارکې دعمدي وژنو دوام

کراچۍ جيونيوز باختر دليندۍ دمياشتې ٧
دپاکستان په کراچۍ ښارکې دوسله والو کسانو دډزو  اودتاوتريخوالي په پيښو کې  تيره شپه درې تنه ووژل شول .
دباخترآژانس دخبرله مخې : ددريو تنو مړي چې په ډزوسره وژل شوي دي  دکشمير کالونۍ او دمعصوم شاه کالونۍ په سيمو کې  دپوليسو لاسته ورغلي دي.
پوليسو وويل :  يو تن  دلوټمارانو له خوا وژل شوى دى  چې شل کاله عمر يې درلود.
ناآرامۍ  او عمدي وژنې  له څو کلونو په را په دې خوا په کراچۍ ښارکې دوام لري چې له امله يې په زرګونو تنه وژل شوي دي او دپاکستان  حکومت هم ددغو وژنو دمخنيوي په لاره کې ناکامه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته