کابل، د چنګاښ ۱۴ مه ، باختر
د زابل د سيوري ولسوالۍ په فتح الله خېلو سېمه کې تېره شپه کولرا ته ورته ناروغۍ باندې شاوخوا ۵۰ ماشومان او ښځې اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي باختر آژانس ته وویل، چې ياده پېښه تېره شپه رامنځته شوې، چي د پېښې له رامنځته کېدو سره سم ګرځنده روغتيايي ټيمونه سیمې ته لېږدول شوي دي. په خبره یې، روغتيا پالانو سیمې ته له رسېدو سره سم د ناروغانو درملنه پيل کړې او د ناروغۍ د تشخيص لپاره يې سمپلونه مرکزي لابراتوار ته لېږلي دي.
حکيمي د یو شمېر ناروغانو روغتیايي وضعیت نازک بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی هڅې کوي، چې د درملنې لپاره یې مرکز ته انتقال کړي، حکيمي زياته کړه چې په ياده ناروغۍ اخته کسان زياتره ښځې او ماشومان دي.
د يادونې وړ ده چې په تېره مياشت کې دا څلورم ځل دی چې د سيوري ولسوالۍ په بېلابېلو سېمو کې زیاتره کسان په کولرا ته ورته ناروغۍ اخته کيږي.
ص/ق