خبرونهټولنهروغتیا

زابل کې په نشه یي توکو روږد مېرمنو لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

کابل، د وري۵مه، باختر

د زابل د عامي روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت  کې په نشه یي توکو د روږد مېرمنو لپاره د ۲۰ بستریز روغتون د جوړېد خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز کلات کې د هغو مېرمنو درمنلې لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړ شوی، چې په کې د نشه يي توکو روږدو مېرمنو درملنه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون په داسې حال کې پر فعالیت پيل کوي چې سلګونه  په نشه یي توکو روږدي تر درملنې وروسته په دغه ولایت کې جوړ او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته