کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
د زابل د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې دغه ریاست ته د ودانۍ نشتون له امله د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي احمد احمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل،
چې دغه ریاست د ودانۍ نشتون له امله په کرايي ودانیو کې یې چارې پرمخ وړلې خو له نېکه مرغه اوس د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ورته نوې ودانۍ جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.