خبرونهورزش

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۲ مه، باختر

 د‌ زابل ولايت په مرکز قلات کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې درې ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د طوفان هريرود او شېخ متي بابا الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شېخ متي بابا لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه. 

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او موخه يې له نشه يي توکو سره مبارزه ياده شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته