خبرونهنړۍ

روسیه کې د ټاکنو پای؛ پوتین تر دا مهاله ۸۷ سلنه رایې خپلې کړي

نړۍ, د کب ۲۸ مه, بهرنۍ رسنۍ
ټاس خبري اژانس د روسیې د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو پر اساس خبر ورکړی، چې د ۹۵،۸ سلنه رایو تر شمېرلو ورورسته د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې، چې له تېرې جمعې ورځې څخه پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې، د ۸۷،۳۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر خپلو سیالانو په غوڅ اکثریت سره مخکې دی.
اژانس زیاتوي، چې شمېرل شویو رایو کې د کمونست ګوند نوماند نیکولای خریتونوف د ۴.۲۸ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره دویم، د خلکو د نوي ګوند نوماند ولادیسلاو داوانکوف د ۳.۸۵ سلنه رایو سره درېیم او د لېبرال دیموکرات ګوند نوماند لیونید سلوتسکي د ۳،۱۵ سلنه رايو سره څلورم ځای لري.
دغو پایلو ته په کتو ښکاري ، چې ویلادیمیر پوتین له وړاندینو سره سم ټاکنې په غوڅ اکثریت سره ګټلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته