سیاستخبرونهټولنهTOP

روزګان کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، د کب ۲مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په روزګان ولایت کې د یاد ولایت له مسوولینو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره د همغږۍ تر سرلیک لاندې ستره غونډه ترسره کړه.

د غونډې پر مهال قومي مشرانو د اسلامي نظام څخه خوښي څرګنده کړه او همدا راز یې د یاد وزارت د مسوولینو هلې ځلې وستایلې چې تل له قومونو سره د یووالي په پار ستړیاوې ګالي او د قومونو ترمنځ د شخړو په حل کولو او همغږي رامنځته کولو کې یې مهم رول لوبولی دي.

دوی دغه راز قومي مشرانو په یاد ولایت کې د برېښنا نه شتون، د سړکونو، پلچکونو او بندونو رغول خپلې ستونزې یادې کړې او له حکومت څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

ورته مهال په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل چې په هېواد کې اسلامي نظام قایم دی، خو اسلامي نظام قائمول آسان کار دی پالل او ساتل یې ګران دي، موږ باید په ګډه دا نظام وساتو.

حقاني زیاته کړه د اختلاف له امله سمرقند او بخارا له خاورو سره خاورې شول.

نوموړي حقاني قومي مشرانو ته د دوی د غوښتنو د حل کولو په اړه ډاډ ورکړ چې ستاسو ستونزې مو واورېدلې او د حل کولو لپاره به یې لارې ولټوو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته