کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر
د روزګان ولایت امنیه قومندانۍ اړوند د پولیسو تعلیمي ټولۍ د زبیر ابن عوام رض د نظامي معسکر څخه ٥٣ سرتېري له دوه میاشتنيو زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د روګان والي محمد علي جان احمد، امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
مسوولینو په یادو مراسمو کې فارغ شویو سرتېرو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او له خلکو سره د ښه چلن کولو سپارښتنې یې ورته وکړې.
په ورته وخت کې تازه فارغ شویو سرتېرو ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسولیتونه به په ښه توګه ترسره کوي او په هر ډول شرایطو کې به دندې ترسره کولو ته چمتو وي.