خبرونهټولنه

روزګان؛ د روان کال په درېیمه ربعه کې څه باندې ۹ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د روزګان د احصایې او معلومات ریاست مسوولین وایې چې د وران کال په درېیمه ربعه کې د څه باندې ۹ زره پېژندپاڼو د وېش له درکه څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو ريـاسـت یوې سرچیني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته  وویل چې د ۱۴۰۲ کال په دريېمه ربعه کې یې د ۶ زره ۲۳۳ برېښنايي او ۳۲۰۰ کاغذي پېژندپانو د وېش ترڅنګ، ۱۹۰۰ تنو ته د کاغذي پېژندپاڼو تائيدي کړې ده.

د سرچینې په وینا په دغه موده کې همداراز ۱۴۰۰ ماشومانو ته یې د زېږېدو کارټونه هم وېشلي چې د یادې پروسې له درکه ۵ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته