خبرونهاقتصادټولنه

روان کال د ښرنې ښاروالۍ څه باندې ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
د ښرنې ښاروالۍ مسوولینو د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو لاسته راوړنو راپور له ولس سره شریک کړ.
په دغه غونډه کې د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال وویل، چې د روان کال په لومړۍ او دوهمه ربعه کې یاد ریاست توانېدلی چې شاوخوا ۹.۵ میلیونه افغانۍ ثابت او غیر ثابت عواید راټول کړي، چې ډېری برخه یې په پراختیایي پروژو لګول شوي دي.
د یادې ناستې ګډونکوونکي ښاریانو د ښاروالۍ ریاست د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ټینګار وکړ چې په یاد ښار کې لا ډېرو نورو اړینو پروژو ته اړتیا ده، چې راتلونکي کې باید ورته یاد ریاست پاملرنه وکړي.
ورته مهال د ښرنې ښار د اصنافو یوه استازي محمد ناصر مجروح له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د یاد ښار د اصنافو په ډلبندۍ کې دې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي.
هېره دې نه وي چې یاد ریاست په مرکز ښرنه کې په پاخه او اساسي ډول د څو سړکونو د پخولو او بیا رغولو ترڅنګ، د رڼايي لپاره د لمریزې برېښنا ګروپونه، لسګونه غرفې او ګڼې نورې پروژې پلې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته