کابل باختر دورږې دمياشتې ٦
درې تنه وسله وال طالبان پرون په ميدان وردګو کې د زمري په نامه دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه عمليات د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د نا امنو سيمو د پاکولو په مقصد دميدان ښار په فيضو سيمه کې پيل شوي دي او دوام لري.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
ددغو عملياتو بهير کې درې تنه وسله وال طالبان و وژل شول او اووه تنه نور يي ټپيان شول .
ويل کيږي د دغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
10 د یوې دقیقې څخه لږ