سیاستخبرونهTOPټولنه

ذبیح الله مجاهد: د توطئه ګرو جهتونو پروپاګند او د چا اعلامیې او اندېښنې به د افغانستان د پرمختګ مخه ډب نه کړي

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د افغانستان حکومت د مونیخ په غوڼده کې د دغه هېواد په اړه ښکاره شوې اندېښنې بې ځایه بللې او هغه یې د توطئه ګرو جهتونو پروپاګند بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یادو اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې اوسمهال افغانستان له کلونو وروسته امن دی، هیڅ بهرنی ډله دلته شتون نلري اونه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي او د اسلامي امارت په دوه نیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هیڅ کوم هېواد ته تهدید ندی متوجه شوی.

مجاهد زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري د نشه يي توکو پر ضد کوټلي ګامونه اخیستل شوي، کښت يې صفر شوی او د قاچاق سره یې مبارزه روانه ده، د ښځو په ګډون د ټولو افغان اتباعو حقوق خوندي دي، خلک ځاني، مالي، عرضي او روحی امنیت لري او د محاکمو دروازې بې له تفکیک او توپیر څخه د افغانانو پر مخ خلاصي دي او حقوقوته یې رسیده ګی کيږي.

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي، چې اوسمهال افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې په لور حرکت کړی، د کرنسۍ ارزښت ساتل شوی، لوی پروژې پیل شوي، په صحي، تعلیمي او عمراني برخو کې فوق العاده کار شوی اولاهم ښې برنامې تر لاس لاندې دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې  له دغو ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کول، تشویش خپرول او له افغانستان څخه د تهدید او ویرې احساس پيدا کول، یا د هېوادونو د معلوماتو کمزوي په ډاګه کوي او یا ځينې مغرضې کړی په لوی لاس داسې غونډو ته ناسم معلومات انتقالوي او د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کوي.

هغه زیاته کړې، چې که توطئه ګر جهتونه هرڅومره ډېر پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او اندېښنو ته به په تمه پاتې نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته