خبرونهامنیتټولنه

د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو سرتېرو په واورو کې بند پاتې لسګونه هېوادوال وژغورل

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت اړوند د خالد بن وليد قول اردو د منسوبينو له لوري په واورو کې بند پاتې د لسګونه کسانو د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د حضرت عبدالله بن زبیر لومړۍ سرحدي لوا له لوري د ننګرهار ولايت پچیرآګام ولسوالۍ اړوند د ۷ کورنیو ۵۰ غړي چې د واورې د زیات اورښت له امله بند پاتې وو، د خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره وژغورل شول.
سرچينې زياته کړې، چې يادو کورنيو د ملي اسلامي اردو د دغه نېک او پر وخت اقدام ستاینه او قدرداني کړې، او له دې کبله يې خوښي څرګنده کړې، چې دفاعي او امنيتي ځواکونه یې د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکوي او تل د هېوادوالو په چوپړ کې دي.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي او دفاعي ځواکونو تر دې وړاندې هم د ورستیو ورښتونو له کبله د هېواد په بېلابېلو برخو کې په واورو او سېلابونو کې بند پاتې ګڼ شمېر هېوادوال ژغورلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته