خبرونهاقتصادTOPټولنه

د ګمرکونو لوی ریاست لپاره د کنټرول خونې جوړولو پروژې چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د ګمرکونو لوی ریاست لپاره د کنټرول خونې جوړولو پروژې چارې پیل شوې.

د مالیې وزارت د مطبوعاتو دفتر باختر آژآنس ته ویلي چې د ګمرکونو لوی ریاست، د هېواد د ټولو ګمرکونو د لا ښه کنټرول او څارنې په موخه په پرمختللو وسایلو سمبال کنټرول خونې د جوړولو پروژې چارې پیل کړې دي.

د کنټرول له دې خونې سره به د هېواد ټول ګمرکونه د پرمختللو کامرو په وسیله سره ونښلول شي او د هر ګمرک اړوند ټولې مهمې چارې به په پلازمېنه کابل کې د دې خونې له لارې په دقیق ډول وڅارل شي.

د ګمرکونو د «کنټرول روم» په دې پروژه کې د ودانۍ رغونې ترڅنګ؛ د عصري برېښنایي وسایلو او پرمختللو کامرو فعالول شامل دي، چې د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت به د یوه خصوصي شرکت له لوري د اتو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې د یادې عصري خونې په فعالېدو سره به، د ګمرکونو په چارو کې لا ډېره روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي؛ د قاچاق او د عوایدو د تېښتې مخنیوی به وشي چې ورسره به د ګمرکونو په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته