کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د ماليې وزارت د ګمرکاتو لوى رئيس د ګمرکونو او ماليو د نوې اکاډمۍ څلور مياشتني روزنيز پروګرام پرانست .
د باختر آژانس خبريال خبر راکړ:
دغه روزنيز پروګرام د ګمرکاتو لوى رئيس احمدشاه پوپل پرانست او د مرکز او ولايتونو د ګمرکونو پنځوس تنه کارکوونکي پکې ګډون لري .
ويل کيږي د دغه پروګرام برخه والو ته د ګمرکونو د نړيوال سازمان په منل شويو معيارونو سره د تکړه استادانو له خوا لوست ورکول کيږي.
د ګمرکونو لوى رئيس احمدرشاد پوپل وويل: کارکوونکوته روزنيز پروګرام په حقيقت کې هغه اغيزمن او بې ساري ګامونه دي چې د ګمرکونو عصري کول بلل کيږي.
ده زياته کړه: د دغه شان پروګرامونو له بشپړولو وروسته به وړ او لايق کارکوونکي په لوړو امتيازونو او معاشونو سره په نويو ګمرکي په تجربو او معيارونو سره خپلې دندې پيل کړي.
0 1 دقیقه لوستل