کابل باختر دسلواغې شلمه :
دکابل د ابتداييه محکمې د يوې جنايتکارې ډلې مشرحبيب استالفي په اعدام محکوم کړ.
د باخترآژانس دخبر له مخې: حبيب استالفي چې په انسان تښتونې، وسله والې غلا، وژنې او په نوروجنايي جرمونو تورن دى؛ څه موده مخکې د پوليسو له خوا ونيول شو.
د لوى څارنوالۍ مقامات وايي چې د ده دوسيه له هغه وروسته چې بشپړه شوه؛ د کابل ابتداييه محکمې ته وړاندې شوه.
محکمې په يوه علني غونډه کې دى په اعدام محکوم کړ. دا دمحکمې لومړۍ پريکړه ده. دى دويمه او دريمه محکمه هم په مخکې لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ