خبرونهاقتصادټولنه

د کونړ د ځمکني ترانسپورټ آمريت څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د کونړ د ځمکني ترانسپوټ آمريت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د موټرو تم ځايونو تنظم سره په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی او تر دې دمه یې څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د ځمکني ترانسپورټ مسوول عبدالجليل ماهر وايي، چې په کونړ کې يې د موټرو د تم ځايونو د تنظیم ترڅنګ، په تېرو دوو کلونو کې ۲۰.۳ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

ماهر زیاته کړه چې له دې وړاندې په مرکز اسعد آباد کې د موټرو تم ځایونه ډېر او ګڼه ګوڼه یې زیاته کړې وه چې اوسمهال دغه ستونزه هواره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته