خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
يو شمېرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اسپوتنیک خبري سایټ (د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد او د اسلامي امارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د قطر په دوحه کې د ډیموکس صنایعو له نندارتون څخه لیدنه وکړه) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد او د افغانستان د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د قطر په دوحه کې د ډیموکس دفاعي صنایعو له نندارتون څخه لیدنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي چې د دفاع وزارت چارواکو د نورو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره د قطر له نایب شیخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره کتلي دي.
د طلوع نيوز خبري سايټ (د فلسطین له خلکو سره د نړۍ په چلند د اسلامی امارت د رییس الوزرا نیوکه ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند تېره ورځ په فلسطين کې د بشر حقوقو په سرغړونو نيوکه وکړه او ويې ويل هغه څه چې نړۍ يې له فلسطينيانو سره کوي ښکاره ظلم دى.
دغه راز د همغږۍ په غونډه کې ملا محمد حسن اخند د دولتي ادارو ټولو مسوولینو ته لار ښوونه وکړه چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته