خبرونهامنیت

د کورنيوچارو وزارت وياند: ١٤ولسوالۍ له طالبانو بيرته ونيول شوې

 کابل / د چنګاښ ١٤مه / باختر

د حکومتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې ١٤ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له کنټرول څخه آزادى شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين  نن په يوه ټويټ کې وويل چې د هېواد په کچه د ځينو ولسواليو سقوط  د ( طالبانو پروپاګند) دي او حکومتي ځواکونه د طالب جګړه مارانو  برعکس په ټول افغانستان کې شتون لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند د آزادو شويو ولسواليو نوم وانخيست خو ويې ويل سقوط  د يوي پوستې سقوط معنى لري د ولسوالۍ د جغرافيه معنى نه لري.

سره له دې هم موږ له ١٠ تر ١٤ پورې د ولسواليو مرکزونه له طالبانو څخه آزاد کړل.

آرين تائيد کړه چې په ځينو ولسواليو کې امنيتي ځواکونو له يوځاى څخه بل ځاى        ته خپل موقعيت بدل کړى دى، هغه ټينګاروکړ د سرتيرو ژوند د اراضۍ په پرتله ډيرمهم دى.

طالبان ادعا کوي چې په دې وروستيو ورځو کې يې تر ١٢٠زياتې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي خو خپلواکو سرچېنو دغه ادعا نه ده تائيد کړى.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د يوشمېر ولسواليو په کنترول سره زيات فزيکي ځواک  ته اړتيا لري تر څوساتنه يې وکړي او فعالې  وساتي، په داسې حال کې چې دوى د نوي ترلاسه شوي سيمو د ساننې لپاره کافي ځواک نلري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته