خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کندز د احصایې او معلوماتو ریاست نږدې ۵۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۳مه، باختر

د کندز د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو په دغه  ولایت کې د روان کال په لسو میاشتو کې د نږدې ۵۱ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت احصایې او معلوماتو رئیس مولوي فض‌الله فیاض باختر آژانس ته وویل چې د روان کال په لسو میاشتو کې یې ۸۲ زره ۹۰۲ کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي چې له  درکه یې ۵۰ میلیونه، ۶۳۴ زره او ۲۳۰ افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د برېښڼايي پېژندپاڼو وېش ته پاملرنه زیاته شوې او تر دې دمه د لا زیاتو آسانتیاوو په موخه پر ولایتونو سربېره، ګڼ شمېر ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه هم فعال شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته