سیاست

د مشرانوجرګې د غړو د کاري دفترونو نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
دملي شورا په الحاقيه ساحه کې د مشرانوجرګې د غړو دکاري دفترونو نوې ودانۍ نن د سنامجلس د رييس فضل هادي مسلميار او د دغه مجلس د غړو او د ښار جوړولو د چارو د وزير ډاکتر حسن عبدالهي له خوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د مشرانوجرګې رييس ددغې عصري ودانۍ د پرانستلوپه وخت کې د دغې پروژې د مسوولينو او انجنيرانو د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او ددغې ودانۍ جوړيدل يې د مجلس دغړو دکاري چارو په پرمخ بيولوکې ګټور وبلل .
دمشرانوجرګې رييس دمجلس له غړو او دمشرانوجرګې د دارالانشا له لوى رييس  سره يوځاى ددغې ودانۍ بېلابېلې برخې په تېره بيا د سناتورانو کاري دفترونه، دکنفرانس سالون، د آرشيف څانګه، روزنيز مرکز، د ډوډۍ خوړلو خونه او د هغې  شنې ساحې وکتلې.
دغه ودانۍچې په دارالامان کې د نوى پارلمان مقرته څېرمه دملي شورا په دويم لمبر الحاقيه کې د نږدې دوه ويشت جريبه ځمکې په ساحه کې د ښار جوړولو دچارو وزارت د بنايي ساختماني شرکت له خوا په څلورو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده؛ دسناتورانو او د دارالانشا دکارکوونکو دکاري دفترونو، دکنفرانس د خونې او د ډوډۍ خوړلو دخونې په ګډون دوه سوه شپيته خونې، سمبال تودونکي او سړونکي سيستمونه، دفوټبال ډګر، شنه غونډى اونور ملحقات لري چې د دغې ساحې (لندسکيب) د سماع د ساختماني شرکت له خوا جوړشوى دى چې د دغې ودانۍ جوړيدو او له هغې څخه ګټې اخستنې د مشرانوجرګې په کاري چاروکې ښې اسانتياوې برابرې کړې دي .
دمجلس د غړو دکاري دفترونو د ودانۍ له پرانستلو سره جوخت، د سنامجلس رييس فضل هادي مسلميار او د مجلس غړو، د ښار جوړولو د چارو وزير ډاکتر حسن عبدالهي او د مشرانوجرګې د دارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله  هاشمي د دغې ودانۍ په انګړکې يو شمېر ميوه لرونکي او ډولي نيالګي هم کيښودل او په دې ساحه کې يې د نيالګيو د ايښودلو بهير پيل کړ .
ټاکل شوې ده د ژوندانه د چاپيريال ساتنې او د لازياتې سمسورتيا په خاطر اته سوه ميوه لرونکي او ډولي نيالګي او ډولي سل زره قلمې چې د سنامجلس د رييس او غړو او د دارالانشا د مشرتابه هيئت په مالي مرسته برابرې شوې دي؛ په راتلوونکو ورځوکې د دغې ودانۍ په انګړکې کيښودل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته