خبرونهاقتصادټولنه

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کاپيسا کې سربندونه او کانالونه جوړېږي

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د کاپيسا ولايت په ۶ بېلابېلو ولسواليو کې د څه باندې ۱۲ ميليونو افغانيو په لګښت سربندونه او کانالونه جوړېږي.
د دغه وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل باختر آژانس ته وویل چې له دې جملې څخه د یاد ولایت په تګاب او حصه اول ولسوالیو کې د یو سربند او دوو کانالونو د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري عملاً پیل شوې.
عادل زیاته کړه چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په اړوندو برخو کې د يادو ولسواليو د ولسونو ستونزې هوارې شي.
په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي سید ابرار، یو شمېر مسوولینو، د سیمې دیني عالمانو او مخورو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته