سیاست

جمهوررئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي سرمنشي سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د وري د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېره شپه د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي سرمنشي انتونیو ګوترز سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس محمد اشرف غني له افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان د دوامداره مرستو قدرداني وکړه.
دواړو لورو پر بېلابېلومسایلو په ځانګړي ډول د سيمې په امنیت، سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې وکړې، همدار رنګه یې د ترهګرۍ او اقتصادي ودې په اړه د سیمې د هېوادونو پر پراخې همکارۍ ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته