خبرونهفرهنګ

د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د انګړ د ځینو برخو د رغونې او بیا رغونې چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۱۸ مه، باختر

د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د انګړ د ځینو برخو د رغونې او بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي کریم الله وثیق د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په یاده پروژه کې د ۱۶۳ مترو په اوږدوالي سنګ کاري، ۲۲ متره کانکرېټ، ۵۲ متره دیوال، دوه دروازې ، کټارې او نور د اړوندو ځایونو د رغونې چارې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۲ میلیونه ۵ سوه زره افغانۍ په لګښت بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړده، چې د یادې پروژې چارې د یزداني پرست ساختماني شرکت له لوري پرمخ وړل کېدلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته