سیاست

اقتصادي او قونسلي اړيکې دبهرنيو چارو دوزير او په کابل کې دتاجکستان دسفير دخبرو محور .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير په کابل کې  دتاجکستان  جمهوريت  له سفير سره  په کتنه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي او قونسلي اړيکو په باب خبرې وکړې .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې  دتاجکستان جمهوريت له سفير  شرف الدين امام سره وکتل .
   په دې کتنه کې دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ په بند دمحکومو کسانو  دليږدونې  دموافقه ليک  د دايمي تطبيق او  ديوبل  هېوادونو ته دافغانستان او تاجکستان  دمقاماتو  درسمي  سفرونو په ګډون  په اقتصادي او قونسلي برخو کې  ددوه اړخيزو همکاريو په باره کې  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته