کابل، د ليندۍ ۵مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د هلمند د کانونو له یو شمېر قراردادیانو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، د هلمند ولایت قراردادیانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د یاد ولایت د کان کېندنې چارو د چټکتیا، د پورونو د ورکړې او د معدني زېرمو د ښه مدیریت په اړه خبرې شوې دي.
په ناسته کې همدارنګه د پورونو پر تصفیې ټینګار شوی دی.