خبرونهټولنهTOP

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د شوال المکرم میاشتې له لومړۍ تر درېیمې نېټې د کوچني اختر په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه 

کابل، د وري ۱۹مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شوال المکرم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه درې کاري ورځې د کوچني اختر په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه وزارت باختر آژانس ته ویلي، چې د ذيصلاح مراجعو له لوري د شوال المکرم مياشتې د ليدو او تثبيت وروسته؛ د شوال المکرم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه درې کاري ورځې د کوچني اختر په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

په همدې توګه د روژې له مبارکې میاشتې وروسته د کارکوونکو د کار د پیل او پای موده له شنبې تر چهارشنبې د کار پيل د سهار ۸ بجې او د کار پای د مازدیګر ۴ بجې؛ له ۱۲څخه تر ۱ بجې پورې د غرمې د ډوډۍ او ماسپښین د لمانځه لپاره له یوه ساعت وقفې سره او د پنجشنبې ورځو د کار تر معلومېدو پورې د کار پیل او پای د تېرو کلونو په څېر ادامه مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته