سیاستخبرونهTOPټولنه

د کابينې نوولسمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو د مخنیوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کېږي

کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نوولسمه غونډه نن دوشنبه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د ترافيکي پېښو مخنيوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه تفصيلي بحث وشو او کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سترې محکمې ټرانسپورټ او هوایي چلند او ټولګټو وزارتونو سره په ګډه د لویو لارو په اوږدو کې د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو لپاره ترافيکو ته د اړينو وسايلو چمتو کولو طرحه جوړه کړي او د ریاست الوزراء مقام سره دې شريکه کړي.
همدا راز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنیو چارو بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو استخباراتو لوی ریاست او احصایې ملي ادارې څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ولسواليو جغرافيوي حدود تثبيت کړي په اړه يې معلومات وکړي او راپور یې له توحید وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.
د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې مؤسساتو ته واضحه کړي، چې هېڅ امارتي کارمند تر هغو نشي جذبولی ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته