کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
د هغو دوو چاودنو په پایله کې چې د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې ناحیو په مربوطاتو کې وشوې؛ ۷ تنه ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې په دوو چاودنو کې چې په تونس او سراچه ډوله موټرو کې وشوې، د اوو کسانو وژل کېدل تایید کړل.
ویل کېږي په یادو چاودنو کې یوشمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
ختم-ج-ا