کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
قاري روح الله عبیده د کورنیو چارو وزارت له لوري د کابل نړیوال هوايي ډګر نوي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي تېره ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر د غونډو په تالار کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د یاد ډګر کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي زین الله عابر په دې غونډه کې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، هر کارمند چې مسولیت پرغاړه اخلي او په دنده ګمارل کېږي په دنيا او آخرت کې حساب ورکونکی دی.
او د کابل هوايي ډګر له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر له نوي قوماندان سره بشپړه همکاري وکړي.
د کابل هوايي ډګر نوي قوماندان د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د کابل هوايي ډګر د وضعیت د ښه والي لپاره به هر ډول هڅې وکړي.
افغانمل