خبرونهامنیت

د کابل – جلال آباد په لویه لاره کې د طالبانو پرمرکزونو د پوځيانومرګانۍ بریدونه.

کابل د چنګاښ ۲۶ / باختر

د کابل – جلال آباد په لویه لاره کې د پوځيانو په بریدونوکې د طالبانو د ۲ جګپوړو قوماندانانوپه ګډون ۶ طالبان ووژل شول او ۱۵ نورټپیان شول.

په دغوطالبانو د سروبي ولسوالۍ په ځينوسیموکې هغه وخت بریدونه وشول چې غوښتل یې په دغه لاره کې د پوځيانو پر پوستو د بریدونولپاره چمتوشي.

د ملي امنیت د صفریک قطعې یوې سرچېنې له باخترآژانس سره په تلیفوني اړیکه کې وويل چې په دغو بریدونوکې ۶ طالبان ووژل شول او ۱۵ نورټپیان شول.

هغه تایید کړه چې په وژل شویو کسانوکې د ملا دواخان او ملا اسلم په نومونود طالبانو ۲ قوماندانان شامل دي.

د را رسېدولوخبرونوله مخې، د طالبانو دغه ۲ جګپوړي قوماندانان له افرادوسره یې د کابل – جلال آباد لارې د امنیت د خرابولولپاره له پکیتا څخه سروبي ته تللي وو.

د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په پرونیونښتوکې ۲۵ طالبان ووژل شول .

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته