سیاست

جمهورريیس غني: ولسي تړون د خلکو د ژوند د بدلون وسیله د دوی په خپل لاس کې دی

کابل / باختر/ د وږي١٢مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د ولسي تړون پروګرام د ښاري او کلیوالي انکشافي شوراګانو ملي مشورتي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، په پیل کې د کلیوپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د ولسي تړون پروګرام او د ښار او کلي د خلکو په ژوند کې د هغه د رول په اړه معلومات ورکړل.
ده د دغه کنفرانس په اړه وویل، د دغه کنفرانس ګډونوالو په پنځو برخو له هغې ډلې د انکشافي پروژو پر اقتصادي تحلیل، خودکفایۍ، د پروژو پر پایدارۍ، د ښځو پر ونډې او د ښار او کلي خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر پر لا زیاتې همغږۍ هر اړخیز بحثونه وکړل.
د کلیوپراختیا وزیر وویل، دا مهال د هیواد په ښارونو او کلیو کې زیاتې پروژې د تطبیق په حال کې دي چې موخه یې اقتصادي وده، د بې وزلۍ د کچې راټیټول او د شغلونو ایجاد دی.
وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل وویل، د ولسي تړون پروګرام کې خلکو ته لازم صلاحیتونه ورکول کېږي، چې د پروژو په تطبیق او د سیمه ییزو ادارو په څارنه کې خپله ونډه ادا کړي.
هغه زیاته کړه، خلکو د صفایۍ د محصول د تحویلۍ او صنفي جوازونو په برخه کې ناغېړي نه دی کړی او د پروژو په تطبیق کې یې خپله فزیکي ونډه هم برجسته کړې ده. دغه راز موږ هڅه کوو د ولسي تړون  پروګرام د هیواد ګوټ ګوټ ته وغځوو او پراختیا ورکړو.
وروسته محمداکرم، حسناره، پلوشې او محمدحقمل په یاد ملي مشورتي کنفرانس کې د خپلو ګروپي کارونو پایلې وړاندې کړې، وې ویل: په کاري ګروپونو کې په کلیو کې پر خودکفایۍ، د کلیو د اقتصادي وضعیت پر ارزولو، د پرمختګ په برخه کې د ښځو پر فعال رول،د دولت او خلکو ترمنځ د غوره اړیکو د تامین او د شوراګانو ترمنځ پر همغږۍ پراخ او مفصل بحثونه وشول.
وروسته حاجي سیداحمد او سمیرا توراني د ولسي تړون پروګرام د ښاري او کلیوالي انکشافي شوراګانو ملي مشورتي کنفرانس، پرېکړه لیک ولوست.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، په جمهوریت کې وطندار اصل دی او تاسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ممثل یاست. هغه زیاته کړه تاسې مسوول وطنوال یاست او هره ورځ تاسې د ګذر او کلي په ژوند کې اساسي تغییر راولئ او زه له همدې امله له تاسې څخه د زړه له کومې مننه کوم.
جمهوررئیس د دوی له ارزونو او دا چې خپلې ستونزی او وړاندیزونه یې بیان کړل، مننه وکړه او وې ویل، نن افغان ښځې د مسوول وطنوال په توګه ځلېدلي او هیڅکله شا تګ نه کوي.
جمهوررئیس غني وویل، تاسې د افغانستان د ملي یووالي ممثلین یاست او ولسي تړون زموږ د ژوند د بدلون وسیله، زموږ په خپل لاس کې ده.
د هیواد جمهوررئیس د همغږۍ او همکارۍ نشتوالی ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، خپلې برنامې او د فعالیتونو مقیاس مو لا پراخ او اتحادیې په ځانګړي ډول د تولیدونکو ښځو اتحادیې ایجاد کړئ.
نوموړي د ولسوالیو او خلکو تر منځ پر اړیکو او لازیاتې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، کلي باید له یو بل سره وصل شي، د خلکو غوښتنې دې واورېدل شي، دغه راز دې د پروژو په انتخاب کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو رول زیات شي.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ د ټولو دنده د افغانستان پرمختګ دی، بناً باید یو بل ته لاس ورکړو او دغه وطن اباد کړو.# پاى-ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته