خبرونهامنیت

د کابل بانک یو کار کوونکی په غزني کې ووژل شو

کابل / د مرغومي٢٣ مه / باختر
د کابل بانک یو کار کوونکی نن سهار په غزني کې ترور شو.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د کابل بانک یو کارکوونکی نن سهار اته بجې کله چې دندې ته روان و، د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو حاجي رفیع ښارګوټي کې خپل کور ته څېرمه په بې غږه تومانچې سره ترور شو.
سیرت زیاته کړه چې پولیس په ساحه کې دي او څېړنې دوام لري.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته