سیاست

جمهور رئیس غني د هند لومړي وزیر سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته نن له غرمې مخکې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي په حیدراباد هاوس کې د رسنیو پر وړاندې هرکلی ووایه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
وروسته دواړو مشرانو په دوه اړخیزه کتنه کې چې د افغانستان او هندوستان لوړ پوړو پلاویو هم په کې ګډون درلود د اقتصادي همکاریو، د سیمې د امنیت او ثبات، له افغانستان سره انکشافي برخه کې د هندوستان د مرستو د څرنګوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغانستان سره د هندوستان د همکاریو مننه وکړه او د هندوستان په مالي مرسته د افغان – هند دوستۍ (سلما) بند، دلارام – زرنج سرک ، د ملي شورا ودانۍ، ستوري ماڼۍ او چاه بهار بندر جوړول یې له افغانستان سره د هند د مرستو غوره بېلګې وبللې.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د هند مرستې او همکارۍ له دې پلوه ګټورې وبللې چې د افغانستان د خلکو د ژوند په ښه والي او مثبت بدلون کې عمده رول لري. همدارنګه په دغه کتنه کې دواړو مشرانو له افغانستان سره د هند د راتلونکو همکاریو په اړه بحث وکړ.
د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي وویل، هېواد به یې له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، برېښنایي حکومتوالۍ، زیربنا او نورو برخو کې یو میلیارد ډالر مرسته وکړي. دا به د پروژې په شکل نه، بلکې د افغانستان د ملي انګشافي پروګرامونو له مخې لګول کېږي او د وزیرانو په کچه به یې د موثر مصرف په جزییاتو کار وشي.
جمهور رئیس غني او د هند لومړي وزیر مودي ترهګري د سیمې لپاره ګډ خطر وباله او ټينګار یې وکړ، چې د سیمې هېوادونه دې له استثنی پرته د ترهګري د له منځه وړلو او د سیمې د امنیت او ثبات د تامین او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ګډه مبارزه وکړي.
محمد اشرف غني هندوستان د افغانستان د ښه دوست په توګه یاد کړاو زیاته یې کړه، د افغانستان او هند دوستي به دوامداره وي، ځکه بنسټ یې د دواړو دولتونو پر ګډو ګټو او ښو مناسباتو ولاړ دی. هغه زیاته کړه، له افغانستان سره د هند دوستي  واقعي او عملي دوستي ده.
له دغې کتنې وروسته د جمهور رئیس غني او د هند د لومړي وزیر مودي په حضور کې د دواړو هېوادونو مقاماتو د افغانستان او هندوستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو درې موافقتنامې تبادله کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته