خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کابل – بامیانو لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د کابل – بامیانو لویه لاره د زیاتې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري باختر آژانس ته وویل د ډېرو واورو اورېدو او طوفانونو له کبله د کابل – بامیانو لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې تېره شپه زیات شمېر موټر په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې بند پاتې وو چې د والي قاري بختیار معاذ په هدایت د ټولګټو چارو ریاست، د ولایت د امنیه او لوا قوماندانانو، امنیتي منسوبینو او ولسوالانو په دوامداره هلو ځلو خلاص او مسافر وژغورل شول.
نوموړي همداراز له موټرچلوونکو غوښتنه وکړه چې په نوموړې لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته