خبرونهاقتصادTOPټولنه

د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د وري ۹مه، باختر
د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ اړوند د سړک جوړولو درې پروژې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید رسینو ته وویل چې د کابل ښار په ۱۰، ۳، او ۱۴ ناحیو کې درې پروژې، نن ګټې اخیستې ته وسپارل شوې چې یوه یې د ۱۰مې ناحیې په مربوطاتو کې د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سړک جوړول دي چې ۶۱۰ متره اوږدوالی او ۱۶ متره سور لري.
هغه ژمنه وکړه چې کابل ښاروالۍ، په ښار کې د ښه نظم د راوستلو او ښاریانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له کابل ښاریانو څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته او همکاري وکړي او د ښار د پاکوالي او سمسورتیا په برخه کې دې خپل مسئولیت ترسره کړي.
همدا رنګه د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس انجنیر میر رحمان ناصري، د دوو نورو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کابل ښار د ۳مې ناحیې په مربوطاتو کې، د ۱۲.۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک چې ۳۷۵ متره اوږدوالی او ۲۲ متره سور لري؛ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړه چې د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه درېیمه پروژه د ۱۴مې ناحیې اړوند د قلعه ملک سړک جوړول دي چې څه باندې ۱۴۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري. دغه سړک چې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی؛ د پغمان نوی سړک له زوړ سړک سره نښلوي.
په همدې حال کې، د یادو ناحیو یو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې؛ له افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ له مسئولینو څخه د بېلابېلو ټولګټو پروژو د تطبیق په خاطر مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دغه شان پروژو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې چې تېره اوونۍ هم د کابل ښاروالۍ مشرتابه د څه باندې ۱۴۷ميليونه افغانيو په لګښت، د ښار په بېلابېلو ناحيو کې پنځه بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې وسپارلې.
د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالۍ د تېر مالي کال په بهیر کې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۰۹ کوچنۍ او لویې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي او اوسمهال د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۲۰ پروژو کار جریان لري چې په تطبیق سره یې له یوې خوا د ښار د آبادۍ او سمسورتیا سبب کېږي او له بلې خوا ګڼ شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته