کابل/ د وري ۲۸ مه/ باختر
د پکتیکا په اومنې، وازیخوا او سرحدي ولسوالیو کې مخابراتي سیسټم فعال شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د پکتیکا اومنې وازیخوا او سرحدي ولسوالۍ د مخابراتي سیسټم په فعالېدو سره له مرکز سره ونښلول شوې.
دا سیسټم به وکولای شي چې د معلوماتو او راپور ورکولو په برخه کې شتنه ستونزې هوارې کړي، یادې ولسوالۍ تر دې وړاندې د مخابراتي سیسټم له لارې وصل شوې نه وې، چې ځينې ستونزې یې را ولاړې کړې وې.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم یو شمېر ولسوالۍ د مخابراتي سیستم له لارې نښلول شوې دي.
صدیقي