خبرونهاقتصاد

د پکتیا څمکنیو کې ۱۰ سړې خونې له بیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د کب ۱۶مه، باختر

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالی کې د کرنیزو محصولاتو ساتنې په موخه د ۱۰ سړو خونو د بیارغولو خبر ورکړی دی.

د دغو سړو خونو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالروف سعید د سیمې وګړو ته د يادو سړو خونو د بیا رغولو مبارکي وويله او د پاملرنې مؤسسې د دوامداره هڅې وستایلې او د سیمې له وګړو څخه يې وغوښتل، چې په راتلونکي کې د یاد سړو خونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې د پاملرنې مؤسسې چارواکو وویل، چې د دغو سړو خونو د بیارغونې ټولیز لګښت ۵ میلیونه او ۳۷۵ زره او ۱۵۰ افغانۍ ده، چې په معیاري ډول بیا رغول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته