خبرونهامنیت

د پکتيا امنيې قوماندانۍ خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړې

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د پکتيا امنيې قوماندانۍ مسوولینو د روان ۱۴۰۲ کال کلنۍ لاسته راوړنو راپور د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ د کلنۍ لاسته راوړنو په اړه د دغه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د امنيې قوماندانۍ جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير منیب ځدراڼ وویل، چې د ۱۴۰۲ کال په جريان کې ۳۴ د قتل، ۸۶ د غلا، ۵ د اخلاقي فساد او ۱۹ د مجروحیت قضيې کشف شوې دي چې په تړاؤ يې ۵۶۲ تنه نيول شوي دي.
ځدراڼ زیاته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په روان کال کې د مختلفو کشفي عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۲ قضيې کشف کړي چې د نشه یي توکو د ۷ کارخونو په ګډون يې ۲۰۰۰ زره ۳۱ کېلو ګرامه نشه يي توکې، ۴۰۰۰ زره ۱۷۵ ټابلیټ کا ګولۍ نیولې دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په کلنۍ لاسته راوړنو راپور کې دا هم ویل شوي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د روان کال په جریان کې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او مختلفو ولسوالیو کې پر ۴ زره ۵۵۶ جریبه ځمکه کرل شويو چرسو کښت له منځه وړی او د ۳۱۰ تنه په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې ده.
په ورته وخت کې د امنیې قوماندانۍ تعلیم او تربیې برخې مسوول مولوي رحمت ولي د دغه کنفرانس پرمهال ویلي، چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو کښت مخنیوی شوی او خلکو څخه يې غوښتي چې د نشه يي توکو کښت پر ځای دې بدیلو کښتونو څخه ګټه واخلي.
د پکتیا د امنيې قوماندانۍ کلنی راپور ښيي چې په ۱۴۰۲ کال کې د امنيتي ځواکونو لخوا د کشفي راپورونو په اساس ۱۶۲ میله مختلف النوعه اسلحه نيول شوې چې ۵ زره ۲۲۷ پيره د مختلفو اسلحو مرمۍ کشف او ترلاسه شوې دي او په ورته وخت کې يې ګن شمېر نقليه وسايل بيرته رغولي دي چې عملآ ګټې اخيستنې ته سپارل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ۱۴۰۲ کال له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي چې امنيتي او جنايي پېښو مخنيوي کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته