خبرونهاقتصاد

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست نږدې ۷۰۰ زره ډالر عواید راټول کړي

کابل، د وري ۵ مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې یاد ریاست په تېر یوه کال کې ۳۶۲ زره ۹۷۷ ډالرعواید راټول کړي دي.

د پنجشېرد کانونواو پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې یاد ریاست په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې د زمردو د پلور د حق الامتیاز له درکه ۳۶۲ زره ۹۷۷ ‌ډالر عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د یادونې وړ ده، چې همدا اوس په یاد ولایت کې پرڅه باندې د ۵۰۰ کانونو د استخراجولو چارې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته