خبرونهښوونه او روزنه

د پنجشېر د پوهنې ریاست څه باندې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي 

کابل، د وري ۱۲ مه، باختر

د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې یاد ریاست تېرکال څه باندې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پنجشېر د پوهنې رییس مفتي حبیب الله نوري قتاده د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې دغه ریاست په تېر ۱۴۰۲ کال کې یو میلیون ۱۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په ورته وخت کې د پنجشېر د پوهنې ریاست مالي او اداري مدیر احمد راتب عطایي ویلي چې دغه عواید د کانکور فورم او د شهادت نامو د وېش له درکه راټول او د دولت  خزانې ته یې سپارلي دي.

د پنجشېر د پوهنې ریاست یوله فعالو ریاستونو څخه دی چې د مرکز په ګډون په یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې ښوونیز فعالیتونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته