کابل، د وري ۱۵ مه، باختر
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د لسګونو قلمه درملو او طبي وسایلو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکتر حجت الله محمدي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې شوې مرسته د موف موسسې له لوري ۱۴۰ قلمه درمل چې په کې طبي وسایل هم شامل دي، د یاد ولایت په روغتیايي مرکزونو به ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په هېواد کې د پخوا په پرتله روغتیايي خدمتونه پراخ شوي دي.