کابل باختر د ثور ٢٢ يوسړى په تخار ولايت کې په يوې ديارلس کلنې نجلۍ د تيري په تور ونيول شو . د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې آمر مصدق الله مظفري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوي سړي د تخار په ولايتي روغتون کې د ډاکتر په توګه دنده ترسره کوي او په هغې په دغه ولايت کې په يوې ديارلس کلنې نجلۍ د جنسي تيري تور لګول شوى دى . ده وويل چې يوه ميرمن هم په دغه نجلۍ د جنسي تيري د زمينې د برابرولو په تور نيول شوې او پيښه تر خيړنې لاندې ده . ختم- ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ