
کابل، دغبرګولي ۱۹مه، باختر
د هرات والي شیخ الحدیث مفتي نور احمد اسلام جار په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرایوي رئیس محمد مراد امانوف سره د هرات ولایت په مقام کې وکتل.
د ټاپي پروژې اجرایوي رییس محمد مراد امانوف وویل، ټاکل شوې، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو د نل لیکې د غځولو عملي کار په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي.
هغه زیاته کړه چې موږ د افغانستان حکومت د مقاماتو له خوا د ځمکې استملاک ته سترګي په لاره یو.
په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر په یوه بیان کې وویل چې استملاک باید د نویو معیارونو سره سم ترسره شي. دا یو داسې خدمت دی چې دغه ګاز د هرات صنعتي پارک ته ولېږدول شي،عوضوف زیاته کړه چې ټاکل شوې ده سږکال د ټاپي پروژې کار هم عملي شي.
په مقابل کې مفتي نور احمد اسلامجار په ځواب کې وويل: “زموږ ترکمن وروڼه په خپلو ژمنو وفا کوي، د هرات خلک د ټاپي پروژې ته د هيلو په سترګه ګوري او موږ دا پروژه د تاريخ جوړونکې ګڼو.”
د هرات والي زياته کړه: دغه نل ليکه نه يوازې د ګازو د لېږد رالېږد لپاره ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وفادارۍ او دوستۍ ښودنه کوي، په کندهار کې د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین له دې پروژې سره ځانګړې لېوالتيا لري او په دې برخه کې به ځانګړی استازی وټاکي. هرڅومره ژر چې امکان ولري دا سیمه به ژر تر ژره د ټاپي پروژې لپاره د ځمکې استملاک نقشه چمتو کړي.
د هرات والي له ترکمنستان څخه وغوښتل چې د ځمکې د استملاک د لانجې له هواري وروسته دې په رسمي ډول د دغې پروژې کار پيل کړي.
په دې غونډه کې په هرات کې د ترکمنستان هېواد جنرال قونسل آیمراد قوچمرادوف، د بهرنیو چارو وزارت استازي مولوي شیراحمد عمارمهاجر او د هرات د سوداګری خونې رئیس یونس قاضي زاده هم حضور درلود.
ع