سیاستخبرونهامنیتTOP

د وسلو ټولولو د پوهاوي نړېوالې ورځې په تړاو د هېواد د کورنیو چارو وزارت پيغام

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ د سولې ساتلو او د نړیوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري، دودیزو او غیر دودیزو وسلو کارول کولی شي انسانیت، چاپېریال او دوامداره پرمختګ ته جدي ستونزې پېښې کړي، چې بې له شکه بې وسلې کول او د وسلو نه وېش یاد ګواښونه کمولی شي.
افغانستان د نړیوالې ټولنې ترڅنک دغه ورځې ته په درنه سترګه ګوري او له هغو هېوادونو څخه چې له دغې برخې ګتې لري غواړي چې د خپلو وسلو په تولید او خرڅلاو سره د انسانیت د تباهۍ او د بې ګناه خلکو د ډله ییزې وژنې لامل نه شي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له بده مرغه خلک یې له وروستیو څو لسیزو راهیسې د یرغلګرو هیوادونو د وسلو د سیالۍ له امله د سپکو او درنو وسلو، ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو له کارولو او ازمایښت څخه اغیزمن او زیانمن شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د خپلې ستراتیژۍ او پلانونو له مخې په افغانستان او سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی او د هغو پاتې وسلو د ساتنې او پالنې ته ژمن دی چې په حقیقت کې د هېواد امنیتي او دفاعي ارزښت ګڼل کېږي.
د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه له غیر مسوولو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو لپاره لازم تدابیر نیولي دي او دا پروسه په جديت او بریالیتوب سره پر مخ روانه ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته