کابل، د غبرګولي٧ مه، باختر
د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروند د اړولو کمپاين دوام لري.
مسوولين وايي چې تراوسه يې د کوکنارو په سلګونو جريبه کروندې اړولې دي، دغه کمپاين په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد، پلورنې استعمال د بندولو په اړه د عاليقدر اميرالمومنين له لارښوونې وروسته پيل شوى دى.
د هلمند د واشېر ولسوالۍ د پوليسو يوې سرچېنې باخترآژانس ته وويل؛ دغه کمپاين به د کوکنارو د ټولو کروندو تر اړولو پورې دوام وکړي.
هغه بزګرانو ته خبردارى ورکړ که چيرې د کوکنارو په کرلو لاس پورې کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.
\ ذ