خبرونهفرهنګTOP

د هرات موزیم او آرشیف ته له ۵۰۰ څخه زیات لرغوني آثار راټول او سپارل شوي

کال، د وري ۵مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د موزيم او آرشیف ته د تېرو دوو کلونو پرمهال له ۵۱۵ څخه زیات لرغوني آثار راټول او سپارل شوي دي.
د دغه ولایت د موزيم او آرشیف عمومي مدير عبدالجبار نورزي د باختر آژانس خبريال ته وويل:” په دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري ۲۱۵ تاریخي آثار کشف او د هرات موزیم ته سپارل شوي او همدرانګه له ۳۰۰ څخه زیات نور تاریخي آثار د فرهنګ مینه والو له خوا دغه موزیم ته ډالۍ شوي دي”.
نوموړي دغه راز له مرکزي چارواکو وغوښتل چې دغه تاريخي آثار بېرته ورغوي او نندارې ته یې وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات موزيم او آرشيف د دغه ولايت د اخترالدين په کلا (ارګ) کې موقعيت لري او له سل کاله وړاندې پرانيستل شوی، چې هغه مهال يې د ننوتلو بيه يوه سکه وه او د عجب خانې په نوم هم يادېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته